په کندز ولایت کې د څه باندې ۴۳ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د شوال د مياشتې په ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اړوند په قصاب کلي کې د پنځه دېرش (۳۵) جریبه ځمکې او د چهاردرې ولسوالۍ اړوند په نوآباد ساحه کې د اته (۸) جریبه ځمکو دوسیو په اړه بحث او خبرې وشوې او په ترڅ کې یې یادې ساحې امارتي تشخيص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د کندز ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.