د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Mon, Mar 24 2025 12:04 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په یوې ناسته کې چې د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د کمېسیون نورو غړو په ګډون ترسره شوه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات وڅېړل او په هکله یې لازم تصامیم ونیول.

په دې ناسته کې چې د روژې د میاشتې په ۲۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي محترم شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په غرنیو سیمو کې د ملکیت او ګټې پر بنسټ د ادعاوو او په  هلمند، لوګر، جوزجان، میدان وردګ، کندز، کابل او زابل  ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات او یو شمېر نور موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې پر غرونو د ملکیت او ګټې د دعواوو په هکله له اړوندو ادارو سره خبرې وشي او هغو لپاره د حل لارې ولټول شي.

کمېسیون په لوګر ولایت کې د یوي قطعي ځمکې په اړه چې د اسلامي امارت د حاکمیت په لومړۍ دوره کې، تصفیه شوې وه تصمیم ونیو چې د ۱۴۲۰ هجري قمري کال له تصفیې سره سم پرې اجراآت ترسره شي.

په دې ناسته کې د جوزجان ولایت په مرکز کې د سلګونو جریبو ځمکو د موضوع او په زابل ولایت کې د یوې قطعې ځمکې د تصفیې په اړه بحث وشو او د کمېسیون رهبرۍ د هغو په اړه لازم تصامیم ونیول.

دغه راز کمېسیون په هلمند ولایت کې د  زرګونو جریبو امارتي ځمکو په اړه تصمیم ونیو چې یاده ځمکې دې د هغې اړوندې ادارې ته وسپارل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS