په مکه معظمه کې «د اسلامي مذهبونو ترمنځ د پُل جوړولو» په نړیوال کنفرانس کې د عدلیې وزیر ګډون

barekzai_admin
Sat, Mar 08 2025 10:19 AM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د اسلامي مذهبونو ترمنځ د پُل جوړولو په نړیوال کنفرانس کې چې د سعودي عربستان د مکې معظمې په ښار کې ترسره شو، ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر په خپله وینا کې د سعودي عربستان له دولت او د اسلامي هېوادونو د پیوستون له سازمان څخه د دغه ډول کنفرانس جوړولو له امله د قدردانۍ ترڅنګ، وویل چې په افغانستان کې رسمي مذهب حنفي فقه ده خو امامان، علما او د ټولو مذهبونو پیروان هم د قدر او درناوي وړ دي.

هغه د ټولو اسلامي مذهبونو د عالمانو او امامانو ترمنځ تفاهم د ګډو موخو لپاره، په ځانګړي ډول په هغو لویو مسایلو کې چې له شرعي پلوه یووالي او پیوستون ته اړتیا لري، مهم او حیاتي وباله.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی. هغه څرګنده کړه چې د سعودي عربستان دولت کولی شي په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري او مثبت رول ولري.

همداراز هغه د فلسطین د مسألې په تړاو خبرې وکړې او په اړه یې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی پیغام بیان کړ. هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د زعیم نظر دا دی چې موږ د فلسطین پر وړاندې خپل مسؤولیت نه دی ادا کړی، او د فلسطین قضیه، د ټول اسلامي امت قضیه ده.

دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو د پیوستون سازمان له لوري جوړ شوی وو چې دوه ورځو لپاره یې دوام وکړ او د اسلامي هېوادونو مقاماتو او د بېلابېلو هېوادونو اسلامي عالمانو په کې ګډون کړی وو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS