د عدلیې وزارت د مدرسة العدالة د حدیثو له لويې دورې څخه د شپږو تنو فراغت

barekzai_admin
Tue, Feb 25 2025 2:42 PM
.

  د عدلیې وزارت د مدرسة العدالة د حدیثو د لويې دورې د فاضلانو د دستاربندي او فراغت مراسم د شعبان د میاشتې په ۲۶ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د فاضلانو او د عدليې وزارت د مقاماتو او مسؤولینو په ګډون د ياد وزارت په مقر کې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، مالي او اداري رئيس، محترم شیخ الحدیث مولوي سید حبیب الحبیب، د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست مرستیال، محترم شیخ الحدیث مولوي رکن الدین عتیق، د دعوت او ارشاد رئیس، محترم مولوي سعیدالرحمن سعید او نورو رئیسانو او مسؤولینو حضور درلود او ویناوې یې وکړې.

په دغو مراسمو کې شیخ الحدیث مولوي سید حبیب الحبیب د موضوع په تړاو خبرې وکړې او فاضلانو ته یې د دغې دورې د فراغت مبارکي ورکړه او هغوی لپاره یې د لازیاتو بریاوو هیله وکړه. نوموړي د وخت او ورڅخه د ګټې اخیستو لپاره د موخو پر ټاکلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې فاضلان دې د دورې له بشپړولو څخه وروسته هم مطالعه وکړي او ملت ته د خدمت او د خپل علمي ظرفیت پراختیا لپاره دې هڅې وکړي.

د قانون جوړونې د عمومي ریاست مرستیال هم په دغو مراسمو کې د تعلیم او د دیني علومو د تعلم په اړه خبرې وکړې او د شریعت د بقا ضامن یې وباله. هغه زیاته کړه چې الله تعالی انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی او د دغې ځانګړتیا دلیل هم د دیني علومو تعلیم او تعلم دی.

هغه زیاته کړه چې د بېلابېلو څانګو او د اړتیا وړ علومو زده کړې یوه جدي اړتیا ده، خو دا زده کړې باید په اسلامي تفکر سره وړاندې شي ترڅو د تعلیمي مرکزونو فارغان د شریعت پر ضد ونه‌روزل شي. هغه وویل چې اسلامي امارت دا موضوع درک کړې او په مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د درسي نصاب د بیاکتنې په هکله کار کوي.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د صحیح البخاري کتاب په اړه معلومات وړاندې کړل او د بخاري شریف ختم یې ترسره کړ.

د حدیثو شریف په دې لویه دوره کې چې د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد رياست له لورې ترسره شوې وه او ۹ مياشتې يې دوام وکړ، شپږ تنو ګډون درلود چې د نن ورځې په مراسمو کې پر سرونو یې د فضیلت دستارونه کېښودل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS