د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ۴ ولایتونو کې د څه باندې ۱۶ زره ۵۷۸ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Wed, Feb 12 2025 10:04 AM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې په اوږدو کې په کندز، غور، نيمروز او ارزګان ولایتونو کې څه باندې شپاړس زره پنځه سوه اته اويا (۱۶۵۷۸) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.
د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په غور ولایت کې موقعیت لري چې اته زره نهه سوه څلوېښت (۸۹۴۰) جریبه ځمکه په‌کې شامله ده.
دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې څلورسوه اته‌شپېته زره پنځه‌سوه اته‌نوي (۴۶۸۵۹۸) جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې یو ميليونو درې‌زره پنځه دېرش (۱۰۰۳۰۳۵) جریبه نوره ځمکه هم په ۳۲ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS