د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ برنامې له اوومې دورې څخه د ۷۸ تنو فراغت

barekzai_admin
Sun, Feb 02 2025 2:43 PM
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې په وزارت کې د تقنیني ستاژ اوومه دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسیده او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغې دورې ۷۸ تنو ستاژرانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

په دې غونډه کې چې د شعبان المعظم د میاشتې په ۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د دغه وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونۍ د چارو د عمومي ریاست مرستیال، محترم شیخ رکن الدین عتیق، د قوانینو د مطالعې او تشریح دیپارتمنت رئیس محترم محمد ادریس برمک او نورو مسؤولینو او ستاژرانو حضور درلود.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین د ستاژارنو د فراغت مبارکۍ ترڅنګ، خلکو ته د خدمت په لاره کې له پوهې څخه په ګټه اخیستنه او له اسلامي نظام څخه پر سمې نماینده‌ګۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د یادې دورې له زده کړې څخه د ستاژرانو موخه او نیت، پیسې او مقام نه بلکې هغو کسانو ته خدمت کول واوسي چې څلورنیمې لسیزې یې ډېرې ستونزې او کړاوونه ګاللي دي.

دغه راز نوموړي د افغانستان ټولنې ته په اشارې سره چې یوه اسلامي، انقلابي او جهادي ټولنه ده ټینګار وکړ چې ټول باید د واکمن اسلامي نظام اصولو ته، وفاداره واوسو.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر له ستاژرانو څخه وغوښتل ترڅو له عدلیې وزارت څخه چې سند یې په لاس کې لري په ښه توګه استازیتوب وکړي او د پوهې ترڅنګ، په ښو او حسنه اخلاقو سمبال واوسي.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست مرستیال د تقنیني ستاژ د دغې برنامې موخه د تقنیني سندونو د تسوید او تخریج د څرنګوالي زده کړه وبلله چې په هېواد کې د قانون جوړونې د چارو بهیر پیاوړی او ګړندی کوي.

د عدلیې وزارت مسؤولینو په یادو مراسمو کې د تقنیني ستاژ ښوونکي وستایل او هیله یې څرګنده کړه چې د دې دورې فارغان د اړوندو ادارو په تقنیني برخو کې لازم بدلونونه رامنځته کړي.

یاد مراسم ستاژرانو ته د عدلیې وزارت مسؤولینو په واسطې د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسیدل. د تقنیني ستاژ په دغې دورې کې د اداراتو کارکوونکو او په شرایطو د برابرو څانګو د فارغانو په شمول ۷۸ تنو ګډون درلود او یاده برنامه یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS