په ننګرهار ولايت کې د غیر قانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې د ۸ دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
Sun, Feb 02 2025 2:26 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د مرکز جلال اباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
موظف پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او د یادو معاملاتو لارښوونې د دفترونو نور سندونه بررسي کړل.
د نظارتي پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS