په کندز ولایت کې د څه باندې ۵ زره جريبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د رجب المرجب د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په قره کوترمه ساحه کې د پنځه زره (۵۰۰۰) جريبه ځمکې او د قلعه ذال ولسوالۍ په چهار ګلتپه او وکيل جنګل ساحو کې د څه باندې يو ويشت (۲۱) جريبه ځمکو دوسيې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په ترڅ کې يادې ځمکې امارتي تثبيت او تشخیص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د يادو ځمکو دوسيې دې د وروستۍ پرېکړي په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د کندز ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول