د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د غصب شوو ځمکو پر چټکو اجراآتو ټینګار وکړ

barekzai_admin
Thu, Dec 26 2024 10:35 AM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په یوې ناسته کې چې د عدلیې وزیر او د یاد کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه کمېسیون د نورو غړو په ګډون ترسره شوه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان مطابق د غصب شوو ځمکو پر چټکو اجراآتو ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې چې د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازی محترم شیخ عبدالصمد حقاني، د کرنې وزارت د اراضۍ رئيس محترم مولوي محمود مظلوم او د هېواد د څلورو زونونو د اختصاصي محکمو قاضیانو او رئیسانو او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په یاده ناسته کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت پر تطبیق ټینګار وشو چې وایي: « په هرځای کې چې د خلکو کورونه پر مغصوبه ځمکه باندې وي او دا هم ثابته وي چې دا ځمکه د غصب ده پر هغه ځمکه ژر تر ژره اجراآت وکړئ.»

همدارنګه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د رهبرۍ په ناسته کې پر غصب شوو ځمکو د کمېسیون د پرېکړو پر تطبیق او په امارتي ځمکو کې له نویو تصرفاتو څخه د مخنیوي په اړه بحث وشو او په هکله یې لازم تصامیم ونیول شول.

په کندهار ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې هم په یاده ناسته کې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او پرېکړه وشوه چې یو پلاوی دې کندهار ولایت ته سفر وکړي او موضوعات دې بررسي کړي، راپور يې کمېسیون ته وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS