د عدلیې وزارت د رهبرۍ شوری د غونډې جوړېدل

barekzai_admin
Mon, Dec 16 2024 2:48 PM
.

د عدليې وزارت د سرپرست؛ شیخ الحدیث مولوي عبدالحکيم "شرعي" په مشرۍ د عدلیې وزارت د رهبرۍ شوری غونډه، نن دوشنبه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادي الثاني میاشتې په ۱۴ نېټه د دې وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د دې وزارت مسلکي معين؛ شيخ الحديث مولوي عبدالکريم "حيدر"، مالي او اداري معين مولوي عبدالغني "فايق"، مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو ګډون درلود.
د رهبرۍ شوری غونډه د قران کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل او وروسته د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکيم "شرعي"  وينا وکړه او وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د ډېرو قربانيو په ورکولو سره رامنځته شوی دی او په دې نظام کې د خلکو لپاره امنيت، سکون، عزت او د ښه ژوند کولو زمینه برابره شوې ده، له دې امله پر موږ ټولو باندې لازمه ده چې د الله تعالی شکر اداء او د نظام د استحکام او پایښت لپاره په پوره اخلاص، خدمت وکړو. 
همداراز، په دې غونډه کې د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او په هکله یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
یاده غونډه، د خیر او برکت په دعا پای ته ورسېدله.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS