په کندز ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Mon, Dec 02 2024 10:11 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د تخنیکي هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې تخنيکي هيئت، د ياد ولایت د مرکز اړوند په عسقلان ساحه کې یوسل او شپږ  (۱۰۶) جریبه او په امير حاتم کلي کې یو جریب ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیوله او د دغو ځمکو د متصرفينو د اعتراف په اساس یې استرداد او د ځمکو په بانک کې د ثبت په موخه د کرنې رياست ته تسليم کړه.

همدارنګه په دې ناسته کې د آقتاش ولسوالۍ اړوند په لودين ساحه کې د دېرش (۳۰) جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې دغه ساحه امارتي تثبيت او تشخيص شوه، همداراز یو هيئت مؤظف شو چې د یادې ساحې راپور پشپړ او په راتلونکې ناسته کې یې تخنيکي هیئت ته وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS