په ميدان وردګ ولایت کې د کابو ۴۸ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
Mon, Nov 11 2024 1:45 PM
.

د ميدان وردګ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناستې کې د یاد ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند په ګول دښته کې د څه باندې اوه څلوېښت زره نهه‌سوه درې‌اويا (۴۷۹۷۳) جریبه ځمکې د موضوع په اړه تر هر اړخيز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې یاده دوسیه دې بشپړه او د وروستۍ پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه په دې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو سيمو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS