په پکتیا ولايت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو نظارت کېدل
د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع الثاني د مياشتې په ۲۷ مه نېته د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، ۱ موټر پلورنځی د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شو او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته ستونزې لرې کړي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.