د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Tue, Oct 29 2024 9:22 AM
.

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې رئیس، مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په ياده ناسته کې د سرپل ولایت، عدلیې رئيس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له مراجعینو سره د ښه چلند، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، د متقابل احترام او همکارۍ او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه، د ناستې په ترڅ کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د کارمندانو د اجراآتو نظارت په موخه یوه کمېټه هم رامنځته شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS