په لغمان کې د ۸۷ عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت وشو
د لغمان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیعالثانی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ په یاد ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.
د یاد نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، په مهترلام ښار کې د ۸۷ تنه عریضه لیکونکو د فعالیت له څرنګوالي او د فعالیت له جوازونو څخه لیدنه او بررسي ترسره شوه.
یاد هیئت عریضه لیکونکو ته د حقوقي او جزايي عریضو د ترتیب په برخه کې هم لازمې توصیې وکړې.