د نیمروز ولایت د عدلیې او ګمرک رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Tue, Sep 10 2024 3:16 PM
.

د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست او ګمرک رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د ربیع‌الاول د مياشتې په ۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دواړه ریاستونو د رئیسانو او نور مسؤولینو په ګډون سره د نیمروز ولایت د ګمرک رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د نیمروز ولایت  د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خليل د دواړو رياستونو ترمنځ د ورته همغږۍ ناستو په جوړېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د عامه شتمنيو څخه د ساتنې او ملاتړ په موخه د ورته ناستو جوړېدل اړين دي.

همدارنګه، په دې ناسته کې ګمرک رئيس مولوي عبدالحليم شمس الحق اخند د مالي مقروضينو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته یې کړه له هغوی سره به د شریعت او اسلامي امارت د اصولو مطابق چلند وشي تر څو د بیت المال له حیف او ميل کېدو څخه مخنیوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS