په پکتیا ولایت کې د ۲ دارالوکالو تړل کېدل

barekzai_admin
Sat, Aug 31 2024 2:33 PM

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د صفر المظفر د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، ګردیز ښار کې د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو له فعالیت څخه نظارت او بررسي ترسره کړ.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې ۲ دارالوکالې چې په غير قانوني بڼه یې فعاليت ترسره کاوه، وتړل شوې او د پاتې نورو دارالوکالو مدافع وکيلانو ته د نظارتي پلاوي له‌خوا د کاري چارو ښه پرمخ وړلو او د نيمګړتیاو لرې کولو په موخه لازمې توصیې وشوې.

د پکتیا ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنیوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS