د جوزجان ولایت د عدلیې او کرنې رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Mon, Aug 26 2024 3:19 PM
.

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست او د کرنې رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د صفر المظفر دمياشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دواړه ریاستونو د رئیسان او نور مسؤولینو په ګډون سره د جوزجان ولایت د کرنې رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د جوزجان د عدلیې رئیس وویل چې دا ریاست د امارتي او عامه منقولو او غیر منقولو شتمنیو څخه په محاکمو کې دفاع کوي او زیاته یې کړه چې په تېرو وختونو کې ډېرې ځمکې غصب شوي او د هغو له قضیو څخه د دفاع کولو په برخه کې د نورو اړوندو ادارو همکاري اړینه ده.

همدارنګه په یاده ناسته کې نوموړي د امارتي ځمکو او ملکیتونو په تړاو د یاد ولایت د کرنې له ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د جوزجان د کرنې رئیس له عدلیې ریاست سره د یادې ادارې له همکارۍ څخه ډاډ ورکړ او دواړو لورو د همغږۍ ناستو پر داوم ټینګار وکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS