د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست نوی رئيس معرفي شو

barekzai_admin
Mon, Jul 29 2024 1:46 PM
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رئيس مفتي رحمت الله حليم د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست نوی رئيس چې د یاد وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د عالي مقام د منظورۍ په اساس تعيين شوی دی، د یاد رياست کارمندانو ته وروپېژنده.

په دې غونډه کې چې د محرم الحرام د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست مرستیال شیخ رکن الدین عتیق، د امارت د قضایاو عمومي رئيس مولوي احسان الله وثیق  او د یاد وزارت د بېلابېلو برخو رئیسانو او مسؤولینو په  ګډون سره جوړه شوه، مفتي احمدضیا خبیب د انسجام عمومي رياست د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

په یاده غونډه کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د خپلو خبرو په ترڅ کې، نوي رئیس ته د نوي موقف د مبارکۍ ترڅنګ له هغه څخه وغوښتل چې د مسؤوليتونو په ترسره کولو او خلکو ته د خدمت په برخه کې له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه و نه کړي.

نوموړي زياته کړه، انسان هغه وخت بريالی کیدلای شي او په سمه توګه خدمت کولای شي چې له خپلو مشرانو څخه اطاعت وکړي.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست نوي رئيس له دې وړاندې د یاد وزارت د حقوقي مرستو رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS