په پکتیا ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
Sun, Jul 28 2024 12:52 PM
.

د پکتیا ولایت عدلیې رياست، د محرم الحرام د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د شنبې په ورځ،  په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه جوړه کړه.
د ازموينې په یاده برنامه کې د پکتیا ولایت عدلیې رياست، د ولایت مقام، د پکتیا پوهنتون او د اداري اصلاحاتو استازو ګډون کړی وو او د ازموينې له پروسې څخه یې څارنه کوله او په کې د عریضه لېکنې د فعالیت جواز غوښتونکو ۱۰ تنو په کې برخه اخيستې وه.
د عدلیې وزارت په هېواد کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS