د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د عدلي او قضايي ارګانونو ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
Thu, Jul 11 2024 11:53 AM
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مفتي احمد ضیا خبیب او د زندانونو د چارو د تنظيم د عدلي او قضایاي ارګانونو د همغږۍ له رئيس مولوي عبدالله تر منځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ  د یادې ادارې په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې د لا زياتې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، د حقوقي مرستو وړاندې کولو او د وړیا حقوقي مشورو وړاندې کولو د څرنګوالي، په جزائي قضیو کې حقوقي مرستو ته د بندیانو لاسرسی او بندیانو لپاره د حقوقي پوهاوي د برنامو پلي کولو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عدلیې وزارت د حقوقي د حقوقي مرستو رئیس مفتي احمدضیا خبیب د یاد ریاست مسؤولیتونه توضیح کړل او ویې ویل چې یاد ریاست په جزايي قضیو ټولو بېوزلو شکمنو او تورنو او په کورنیو قضیو کې بې وزلو ښځو او ماشومانو لپاره وړیا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي.

په یاده ناسته کې د یادې ادارې د همغږۍ رئيس مولوي عبدالله د ورته ناستو او د عدلیې وزارت د حقوقي  مرستو رياست له فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړي زياته کړه چې د ولایتو په کچه به د زندانونو آمریتونه د حقوقي مرستو له آمريتونو سره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامو په پلي کولو او په ورته نورو برخو کې لازمه همکاري وکړي.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او ولایتي آمریتونه یې د هېواد په کچه، د بېوزله محکوم علیه یا تورن او شکمن له پاره حقوقي مرستې وړاندې کولو او کورنیو قضیو کې د بېوزلو ښځو او ماشومانو حقونو، مجني علیه او نور آسیب پذیره قشرونه څخه د دفاع په برخه کې فعاليتونه ترسره کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS