د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړېدل
![.](/sites/default/files/2024-07/nymrwz_.jpg)
د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د نیمروز ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې اداري ناسته کې د یاد ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارمندانو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.