د هېواد د ۲۳ ولایتونو عدلیې رئیسان تبدیل شول

barekzai_admin
Thu, Jun 27 2024 12:23 PM
.

د عدلیې وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام منظورۍ په اساس، د هېواد د ۲۳ ولایتونو عدلیې رئیسان تبدیل شوي.

د دغه تصمیم په اساس یاد شوي د عدلیې رئیسان له یو ولایت څخه بل ولایت ته، خلکو لپاره د ګټورو او په وخت د لا زیاتو خدمتونو وړاندې کولو او د اسلامي امارت د پالیسۍ تطبیق په موخه تبدیل شوي دي.

په دې ترتیب سره مولوي عبدالرازق مرزوقي د سرپل عدلیې رئیس په حیث، مولوي عبدالوارث خلیل د نیمروز عدلیې رئیس په حیث، مولوي امرالله مصلح د جوزجان عدلیې رئیس په حیث، مولوي لاهورخان وفادار د کاپیسا عدلیې رئیس په حیث، قاري شکرالله احمد د پکتیکا عدلیې رئیس په حیث، مولوي حیات‌الله امین د پروان عدلیې رئیس په حیث، شیخ عزیزالله سعیدي د بلخ عدلیې رئیس په حیث، مولوي عبدالدیان منیب د بدخشان عدلیې رئیس په حیث، مولوي عبدالله ارشاد د تخار عدلیې رئیس په حیث او مولوي محمد رییس محمدي د ننګرهار عدلیې رئیس په حیث تعیین شوي دي.

دغه راز مولوي محمد نظر فایق د سمنګان عدلیې رئیس په حیث، قاري فراح‌الدین محمدي د کندز عدلیې رئیس په حیث، مولوي عبدالقیوم حماد د فراه عدلیې رئیس په حیث، مولوي محمد یعقوب عاصم د زابل عدلیې رئیس په حیث، مولوي محمد ندیم معاذ د غور عدلیې رئیس په حیث، مولوي محمد ابراهیم سلطاني د بامیان عدلیې رئیس په حیث، مفتي کمال‌الدین فاضل د بادغیس عدلیې رئیس په حیث، مولوي روح الله روحاني د کنړ عدلیې رئیس په حیث او مفتي عبدالستار حماس د لغمان عدلیې رئیس په حیث تعیین شوي دي.

مولوي مطیع الحق عثمان هم د غزني عدلیې رئیس په حیث، مولوي عبدالقدیر عابد د خوست عدلیې رئیس په حیث او مولوي نورالهادي فتح الله د میدان وردک عدلیې رئیس په حیث تعیین شوي دي او ډېر ژر به خپل کارونه په اړوندو ریاستونو کې پیل کړي.

د عدلیې وزارت په مرکز او ولایتونو کې خلکو لپاره د ګټورو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او دغو موخو ته د رسېدو په لار کې له هیڅ ډول هلو‌ځلو څخه ډډه نه کوي.

د عدلیې وزارت رهبري د یادو ولایتونو عدلیې رئیسانو لپاره په خپلو کارونو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه لازیات بریالیتوبونه غواړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS