په شپږو ولایتونو کې ۱۵۶۱ تنو ته حقوقي برنامې وړاندې شوې

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په پنځو نورو ولایتونو کې ۱۵۶۱ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.
دغه برنامې چې د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځو د مرکز په ګډون پکتیکا، فراه، غور، لغمان او لوګر ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.