د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کسب‌ګرو خونې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hakeem_admin
Tue, Apr 23 2024 3:58 PM
.

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ  وازرتونو او کسبګرو خونې د ګډې کمېټي ناسته چې د یادې خونې د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه، د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د شوال د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د یاد ریاست د نورو مسؤولینو او د کمېټې د غړو په ګډون سره ترسره شوه.

په دغې ناسته کې د قانون له مخې د کسبګرو خونې صلاحيتونه او د دغې خونې قانون او اساسنامې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس  په ناسته کې وویل چې د ټولو ادارو موخه د افغانستان خلکو ته خدمت کول دي او د دغو ادارو ترمنځ د ستونزو پیدا کېدو لامل د همغږۍ  نشتون دی.

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو شته ستونزې ومنلې او ټینګار یې وکړ چې دا ستونزې د همغږۍ او همکارۍ په صورت کې حل کېږي.

د عدلیې وزارت مسلکي معين شيخ عبدالکريم حيدر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسلکي معين مولوي قدرت الله جمال له دې وړاندې د دواړو وزارتونو او کسبګرو خونې  ترمنځ د شته ستونزو او نه همغږۍ  د حل په موخه غونډه ترسره کړې وه چې  په پايله کې یې  یوه ګډه کمېټه د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS