د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي رئیس د روسیې سفارت له مرستیال سره د افغانستان او یاد هېواد ترمنځ د هوکړه لیکونو په اړه خبرې وکړې

hakeem_admin
Mon, Apr 01 2024 2:10 PM
.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي رئیس فضل‌هادي صاحب‌زاده په افغانستان کې د روسیې د سفیر له مرستیال ښاغلي افګني امیګروف او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او دواړو لورو له افغانستان سره د روسیې هېواد د هوکړه لیکونو په اړه چې مخکي لاسلیک شوي، خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د روژې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد وزارت په مقر کې ترسره شوه، د روسیې سفارت مرستیال او له هغه سره مل پلاوي دواړو هېوادونو ترمنځ د هغو هوکړه لیکونو د اعتبار په اړه چې مخکې عقد شوي او د هغو د اړوندو مواردو په اړه معلومات وغوښتل.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي رئیس یاد پلاوي ته وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د شریعت اصولو او خپلې پالیسي مطابق د روسیې په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او زموږ هڅه همدا ده چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو.

نوموړي له هېوادونو سره د افغانستان د هغو هوکړه لیکونو او تړونونو په اړه چې مخکنۍ اداره کې عقد شوي، وویل  چې زموږ اصول دا دي چې هوکړه لیکونه باید له شریعت او زموږ ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي. له همدې امله اړینه ده چې مخکني هوکړه لیکونه د بهرنیو چارو وزارت سره شریک شي او د بهرنیو چارو وزارت یې له اصولو سره سم د عدلیې وزارت ته استوي او د عدلیې وزارت د هوکړه لیکونو متن ته په کتو سره، خپل نظریات د بهرنیو چارو وزارت سره شریکوي.

نوموړي زیاته کړه چې د همدې بهیر په ترڅ کې، د بهرنیو چارو وزارت له لارې لسګونه هوکړه لیکونه د عدلیې وزارت سره شریک شوي او د یاد وزارت علماوو کرامو او قانون پوهانو د هغو په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS