د بلخ ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته جوړېدل

hayat_admin
Sat, Mar 23 2024 1:10 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي د تخنيکي هیئت  ناسته د یاد هئيت رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه او د څه باندې ۶۸۹ جریبه ځمکو دوسیې په کې بحث او بررسي لاندې ونيول شوې او پریکړه وشوه چې یادې دوسیې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

همدارنګه د غلام محمد ميمنګي ښوونځي اړوند د ۲ جريبه ځمکې،  د نوي پوهنتون شمال لوري کې د ۵ زره جریبه ځمکې کروکي واخیستل شوه او د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د دعوا لاندې ۴ زره جریبه ځمکې تثبیت په موخه هم هئيت ساحې ته واستول شوو.

دغه راز په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د دعوا لاندې ځمکو په اړه هم بحث وشو.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS