د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت له نوي والي سره وکتل

hayat_admin
Mon, Mar 04 2024 3:22 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هئيت د یاد ولایت له نوي والي شيخ شير احمد حقاني سره د ولايت د مقام په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د شعبان د میاشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه تخنيکي هئیت د خپلو فعاليتونو په اړه د لغمان والي ته معلومات وړاندې کړل. په ورته مهال د لغمان نوي والي د دغه هئيت کړنې وستایلې او په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز تخنیکي هئيت په خپلې نوبتي ناسته کې چې په همدې ورځ جوړه شوه، د یاد ولایت د مرکز په مهترلام ښار کې د دعوا لاندې ځمکې په بررسۍ سره ۱۸ بسوې امارتي ځمکه چې د مهاجرينو ښارګوټي اړوند وه، تثبیت او تشخيص کړه. تخنيکي هئيت د دعوا له لورو څخه وغوښتل چې په ياده ځمکه کې له  نويو تصرفاتو او عمراناتو څخه دډه وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS