پکتیا کې د منصوري ۲۰۳ قول اردو غصب شوي ملکیتونه بررسي کیږي

hayat_admin
Mon, Mar 04 2024 10:51 AM

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي په یاد ولایت کې د منصوري ۲۰۳ قول اردو له مسؤولینو سره وکتل او د یادې قول اردو د غصب شویو ملکیتونو د دوسیو د بررسۍ په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د شعبان د میاشتې په ۲۰ نېټه د شنبې په ورځ ترسره شوه، د عدلیې رئیس د منصوري قول اردو د غصب شویو ملکیتونو د دوسیو د رسیدګۍ په اړه د یادې قول اردو مرستیال ته معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې امارتي ادارې مکلفې دي چې د امارتي ملکیتونو د دفاع په موخه د سندونو برابرولو په برخه کې د عدلیې ریاست د امارت قضایاوو ادارې سره همکاري وکړي.

دغه راز د عدلیې رئیس او ورسره مل پلاوي د منصوري قول اردو د غصب شویو ملکیتونو اړوند ۴ دوسیو ته د لاښې رسیدګۍ په موخه د سندونو او معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې يې د مسوؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا، د یادې قول اردو مرستیال هم د عدلیې ریاست د مسؤولینو په قدردانۍ سره، ډاډ ورکړ چې پورته مواردو کې له یاد ریاست سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS