په کندز ولایت کې د ۵۲ جریبه امارتي ځمکې استرداد
د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت په علي آباد ولسوالۍ او د مرکز په یوې ساحه کې ۵۲ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.
د یاد تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ جوړه شوه او هیئت په کې د علي آباد ولسوالۍ په مغدود خیل ساحه کې د ۱۲ جریبه ځمکې او د کندز، مرکز په عسقلان ساحه کې د ۴۰ جریبه ځمکې په اړه بحث وکړ.
تخنیکي هیئت یادې شوې دواړه ټوټې ځمکه د هغې په امارتي توب د متصرفینو د اعتراف او د ساحې د سپین والي په اساس استرداد کړه او د راتلونکو پړاوونو تېرولو په موخه یې لازمه لارښوونه صادر کړه.
په دې ناسته کې یو لړ نور موضوعات هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو او له نږدې د یو شمېر ساحو د بررسۍ په اړه هم تصمیم ونیول شو.