په یوې میاشت کې په ۶ ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۸ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد
د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۶ ولایتونو کې کابو ۱۶۸ زره او ۲۶۰ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړه او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړه.
دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه دپاسه ۷۸۵ زره او ۸۱۰ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې تثبیت کړې او ۷۸۰ زره او ۴۰۸ جریبه نوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په ننګرهار، سرپل او کندهار ولایتونو کې موقعیت لري چې څه دپاسه ۱۶۶ زره جریبه ځمکه په کې شامله ده.
د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.