د پکتیا د عدلیې رئیس د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونو د دفترونو له مسؤولینو سره وکتل

hayat_admin
Mon, Feb 19 2024 11:15 AM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي د شعبان د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو د دفترونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې د پکتیا د عدلیې رئیس د معاملاتو لارښوونو دفترونو په برخه کې د موجودو ستونزو، د یادو دفترونو شرعي او قانوني مسؤولیتونو او د قانون له حکمونو څخه د پیروۍ په تړاو خبرې وکړې او هغوی ته یې لازمې توصیې وکړې.

دغه راز نوموړي د معاملاتو لارښوونو دفترونو مسؤولینو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لارښوونو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د ځمکو د پېر او پلور په وخت له زیات دقت څخه کار واخلي ترڅو پر اشخاصو باندې امارتي ځمکې و نه پلورل شي.

نوموړي په ښارګوټو کې د پېر او پلور په اړه هم لارښوونه وکړه چې د یادو دفترونو مسؤولین، په هغو ښارګوټو کې د پېر او پلور معاملات ترسره کړي چې د محاکمو یا کمېسیون قطعي پریکړه له ځان سره ولري چې د هغو په ګټه صادر شوي وي.

د عدلیې رئیس د معاملاتو لارښوونو دفترونو ته د یوې اتحادیې جوړولو وړاندیز هم وړاندې کړ ترڅو د عدلیې ریاست او د هغوی ترمنځ د همغږۍ د لازیاتې پیاوړتیا سبب شي.

له بلې خوا د معاملاتو لارښوونو دفترونو مسؤولینو هم په دې کتنه کې خپلې ستونزې د عدلیې له رئیس سره شریکې کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS