د فراه او نیمروز ولایتونو د عدلیې ریاستونو کارمندانو لپاره د زده کړه ییز سیمینار جوړول

hayat_admin
Sun, Feb 18 2024 10:56 AM
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د فراه او نیمروز ولایتونو د عدلیې ریاستونو کارمندانو لپاره د «د امارت د قضایاوو مسلکي زده کړې» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی زده کړه ییز سیمینار د فراه ولایت د عدلیې په ریاست کې جوړ کړ.

د یاد سیمینار په پرانیسته کې چې د شعبان د میاشتې په ۶ نېټه د شنبې په ورځ جوړ شو، د فراه ولایت د عدلیې رئیس مفتي سردار محمد مرصاد، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر مفتي احمدضیا خبیب، ښوونکو او نورو مسؤولینو حضور درلود.

په دې برنامه کې د فراه ولایت د عدلیې رئیس، د ادارې د پياوړتیا او مسلکي کولو په برخه کې د دغه راز سیمینارونو جوړول مهم وبلل او ویې ویل چې د دغو زده کړو ځانګړې موخه خلکو ته ښه خدمات وړاندې کول دي. نوموړي زیاته کړه چې د نظام د پیاوړتیا، د بیت المال ساتنې او د چارو مسلکي کولو لپاره اړتیا ده له دغه سیمینار څخه اعظمي ګټه پورته شي.

له بلې خوا د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر نظام او هېواد لپاره د کارمندانو مسلکي کول او کادر جوړول مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې دا لومړی سیمینار دی چې د ولسوالیو د امارت د قضایاو مدیران هم په کې حضور لري.

نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د یاد سیمینار زده کړې په داومداره توګه تعقیب کړي او د سیمینار له پای څخه وروسته، په خپلو کاري چارو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

په دغه سیمینار کې چې تر شپږو ورځو پورې داوم لري، د فراه او نیمروز د عدلیې ریاستونو ۲۵ تنو کارمندانو لپاره به د ځمکو له غصب سره د مبارزې د لارو چارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون، دعوا او د هغې ډولونو، اداري مراسلاتو او د پلان جوړونې په اړه لازمې زده کړې وړاندې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS