په کندز ولایت کې د څه باندې ۱۷۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Tue, Feb 13 2024 2:24 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان د میاشتې په ۱۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیو په بررسۍ سره، د یاد ولایت د مرکز په عسقلان ساحه کې ۱۷۱۵ جریبه ځمکه استرداد کړه.

یاد هیئت د خپلې نوبتي ناستې په جوړولو سره د عسقلان د بیش بله ساحې د ۱۷۱۵ جریبه ځمکې دوسیه و ارزوله او بررسي کړه. یاده ځمکه د سندونو او د هغو د متصرفینو د اعتراف په اساس امارتي تثبیت شوې وه او هیئت هغه استرداد کړه.

تخنیکي هیئت لارښوونه وکړه چې د اصولو مطابق متصرفینو ته یې د یادې ځمکې د اجارې ورکړې پړاوونه تېر شي.

په دې ناسته کې یو شمېر نورې دوسیې هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او د هغو په هکله لازم تصمیم ونیول شو. دغه راز هیئت له ناستې څخه وروسته چهاردرې ولسوالۍ ته روان شو او په یادې ولسوالۍ کې د هدیرې په ځمکه د دوو قومونو شخړه یې بررسي کړه او په دې اړه لازم تصمیم ونیول شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS