په کندز ولایت کې د تېرې څه د پاسه یوې میاشت په اوږدو کې  د ۳۸ دارالوکالو نظارت او بررسي

hayat_admin
Sat, Feb 03 2024 2:16 PM
.

د کندز ولایت د عدلیې ریاست د مدافع وکیلانو نظارتي پلاوي د یاد ولایت په مرکز کې د تېرې څه د پاسه یوې میاشتې (د مرغومې د میاشتې له پیل څخه تر دې دمه) په اوږدو کې له ۳۸ دارالوکالو نظارت او بررسي ترسره کړې ده.

یاد پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې په دارالوکالو کې موجودې تشې او نیمګړتیاوې مشخصې کړي او د هغو د لري کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړي. نظارتي پلاوي دغو دارالوکالو ته وخت ورکړ ترڅو د مدافع وکیلانو د کړنلارې مطابق،  نیمګړتیاوې لري کړي او خپل فعالیت ته د دغې کړنلارې مطابق دوام ورکړي.

دغه راز یاد پلاوي هغو وکیلانو ته چې د دارالوکالو په دفترونو کې یې پخواني قاضیان په کار بوخت وو، لارښوونه وکړه ترڅو هغوی له دندو ګوښه کړي او په دغو دفترونو کې هغوی ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

نظارتي پلاوي د مدافع وکیلانو یو شمېر ستونزې چې په ولایتي او د ولسوالیو محاکمو کې ورسره مخ دي هم واورېدې او ژمنه یې وکړه چې دغه ستونزې به له ذیصلاح مقاماتو سره شریکې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS