د عدلیې وزارت د دوو ریاستونو کارمندانو لپاره د ۵ ورځنۍ زده کړییزې برنامې پای

hayat_admin
Sun, Jan 28 2024 1:35 PM
.

۵ ورځنی زده کړییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست له‌خوا د یاد وزارت د کابل د امارت د قضایاوو ریاست او د ژباړې د بورد او د رسمي سندونو د تصادیقو ریاست کارمندانو لپاره جوړ شوی و، د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳ نېټې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسید.

په یادې برنامې کې چې د امارت د قضایاو د مسلکي او اداري زده کړو تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، د یادو ریاستونو ۴۴ تنو کارمندانو ګډون کړی و او د غصب او له هغه سره د مبارزې د لارو چارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون او اړوند لایحې، دعوا او د هغې شرایط، د پلان جوړونې او د ادارې د انسجام په چارو کې د اداري مراسلاتو د اهمیت په اړه لازمې زده کړې ترسره کړې.

د  یادې برنامې په پای کې، د امارت د قضایاوو لوی رئیس  مولوي احسان الله وثیق، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم، د کابل د امارت د قضایاوو رئیس مولوي عبدالله کالف او عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر مفتي احمد ضیاء خبیب حضور درلود او د زده کړه ییزو برنامو د ګټورتوب، اغیزمنتوب او اهمیت په اړه يې خبرې وکړې او له مراجعینو سره د کارمندانو په ښه چلند او اصولو ته پر پابندۍ باندې ټینګار وکړ.

یاده شوې برنامه ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسیده.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS