د عدلیي وزارت د حقوقي مرستو رئیس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له معین سره وکتل
![.](/sites/default/files/2024-01/msadt_ha.jpg)
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي رحمت الله حقاني او له هغه سره مل پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۱۳ نېټه د پنجشنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.
په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او د هنر معین په دفتر کې ترسره شوه، مولوي رحمت الله حقاني له نوموړي سره د حقوقي عامه پوهاوي برنامو او خپرونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له یاد وزارت څخه یې همکاري وغوښته.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هم د خلکو د ذهنیت جوړولو لپاره د حقوقي عامه پوهاوي برنامې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، هغه کسان چې استعداد لري باید د ملت د ذهنونو د روښانولو په برخه کې ورڅخه ګټه پورته کړي. دغه راز نوموړي د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو له ریاست سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.