د پاسپورټ ریاست پر وړاندې د ۲۹ عریضه لیکونکو ناقانونه فعالیت ودرول شو
![.](/sites/default/files/2024-01/ansjam.jpg)
د عدلیې وزارت د انسجام ریاست د څارنې پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۹ نېټه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست پر وړاندې د عریضه لیکنې له لسګونو دوکانونو او عریضه لیکونکو څخه څارنه او بررسي وکړه.
دغه نظارت او څارنه د یاد وزارت د انسجام لوی رئیس مولوی حافظ عبدالصمد عمري په حضور سره او د هېوادوالو د شکایتونو په دلیل او د ناقانونه فعالیت او د جعل کارۍ د مخنیوي په دلیل په دې ساحه کې ترسره شو.
د یادې بررسۍ په ترڅ کې د عکاسۍ - عریضه لیکنې د ۲۹ دوکانونو فعالیت او هغو ته څېرمه عریضه لیکونکو چې په ناقانونه ډول فعال وو، ودرول شول او د هغوی دوکانونه مهرلاک شول. دغه راز هغوی ته د جواز اخیستو او د پخوانیو جوازونو د نوي کولو په برخه کې لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د عریضه لیکونکو له فعالیت څخه څارنه او بررسي ترسره کوي ترڅو د هغوی د ناقانونه فعالیت او د ګرانو هېوادوالو د سرګردانۍ مخنیوی وشي.