د عدلیي د ۵ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست، د رجب المرجب د میاشتې په ۱۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد وزارت د تقنین لوی ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست د ۵ تشو بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دغې ازموینه کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه يې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د ازموینې د ډول او د پوښتنو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې د پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.
په دغې ازموینې کې د ګډون لپاره ۱۳۳ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او د هغوی له جملې څخه ۱۲۴ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو په موخه یې په خپلو کې رقابت وکړ.