د کابل د امارت د قضایاوو ریاست مسلکي غړو لپاره د څلور ورځني زده کړه ییز سیمینار جوړول

hakeem_admin
Tue, Jan 16 2024 10:49 AM
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت، د رجب المرجب د میاشتې په ۲ نېټه د یکشنبې په ورځ کابل ولایت د امارت د قضایاوو ریاست مسلکي غړو لپاره څلور ورځنی زده کړییز سیمینار جوړ کړ.

په یاد سیمینار کې چې د امارت د قضایاوو د مسلکي او اداري زده کړو تر سرلیک لاندې جوړ شوی دی، د یاد ریاست ۲۲ تنو مسلکي غړو ګډون کړی او د غصب او له هغه سره د مبارزې د لارو چارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون او اړوند لایحې، دعوا او د هغې شرایط، د پلان جوړونې او د ادارې د انسجام په چارو کې د اداري مراسلاتو د اهمیت په اړه لازمې زده کړې ترسره کوي.

د دغه سیمینار په پرانیسته کې، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر مفتي احمد ضیاء خبیب د زده کړه ییزو برنامو د ګټورتوب، اغیزمنتوب او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو لپاره یې د بریالیتوب هیله وکړه.

یاد آمریت د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د مسلکي کارمندانو د کاري ظرفت لوړولو په موخه له دې مخکې هم، د هېواد په څو زونونو کې دغه راز برنامې جوړې کړې وې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS