په کندز ولایت کې د څه باندې ۱۹۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Thu, Jan 04 2024 9:30 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۹ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د امام صاحب ولسوالۍ د کندهاریو چهل کپې په ساحه کې د ۱۹۰۰ جریبه ځمکې د دوسیې او د یادې ولسوالۍ د باسوس په ساحه کې د ۱۰ جریبه ځمکې د دوسیې او د خلکو د یو شمېر عریضو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې تخنیکي هیئت د کندهاریو چهل کپې ساحې ۱۹۰۱ جریبه او ۱۴ بسوې ځمکه چې پخوا د هیئت د یو ټیم په واسطې بررسي شوې وه، د ځمکې په امارتي والي د هغې د متصرفینو د اعتراف پر بنسټ، استرداد کړه. هیئت مسؤولینو ته د دغې ځمکې د اجارې ورکولو د پړاوونو تېرولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د باسوس ساحې ۱۰ جریبه ځمکې په هکله پریکړه وشوه چې یاده دوسیه په املاکي دفاترو کې د ځمکې شرعي قیدیت د انفصال په غرض، اړوندې محکمې ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS