د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست سرپرست معرفي شو

hayat_admin
Tue, Jan 02 2024 12:09 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ پنجشیر ولایت ته سفر وکړ او مولوي محمد حنیف منیر يې د عدلیې ریاست د سرپرست په حیث د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي کړ.

په دغه سفر کې، د بشري سرچینو رئیس مفتي رحمت الله حلیم او د عدلیې وزارت د داخلي پلټنې رئیس مولوي زاهدین عابد د یاد وزارت مالي او اداري معین سره مل وو. یاد پلاوي لومړی د پنجشیر ولایت له والي سره وکتل او وروسته د یاد ولایت د مقام د مرستیال په ملتیا، د یاد ولایت عدلیې ریاست ته روان شول.

دغه پلاوي، د فاریاب ولایت د عدلیې پخوانی رئیس مولوي محمد حنیف منیر د پنجشیر ولایت د عدلیې ریاست د سرپرست په حیث د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي کړ او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې هم کتنه او څارنه وکړه.

یاد پلاوي د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او اړتیاوې واوریدې او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزو ته به رسیدګي وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS