د عدلیي وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
Wed, Dec 27 2023 2:34 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مشرتابه شورا ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې وزارت د اداري معین مولوي عبدالغني فایق په مشرۍ او د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مسؤولینو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت د مرکزي ریاستونو د کړنلارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه چې په پایله کې د یاد وزارت د حقوقي مرستو د ریاست کړنلاره د یو لړ نظرونو او اصلاحي وړاندیزونو په وړاندې کولو سره تایید او تصویب شوه.

د غونډې غړو د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست د کړنلارې په اړه هم بحث وکړ او یاده شوې کړنلاره یې د یو لړ نظرونو او اصلاحي وړاندیزونو په وړاندې کولو سره تایید کړه. په دې ناسته کې د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او په هکله یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS