د پروان ولایت د محبس مسؤولینو او زندانیانو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول
د پروان ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د پروان ولایت د محبس مسؤولینو او زندانیانو لپاره د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه د یاد محبس په جومات کې جوړه کړه.
په دغې برنامې کې د یاد ولایت د محبس ۲۴۷ تنو مسؤولینو او زندانیانو ګډون وکړ او د اسلامي امارت د پالیسۍ، د عامه حقوقو پېژندلو، د پولیسو دندې او مسؤولیت او له زندانیانو سره د پولیسو د چلند په اړه، پوهاوی ترلاسه کړ.
د پروان ولایت د محبس مسؤولینو او منسوبینو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د دوام غوښتنه وکړه.