د پکتیا ولایت د خیریه بنسټونو او د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له مسؤلینو سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
Mon, Nov 06 2023 2:56 PM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې  رئیس مولوي محمد رییس محمدي د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۱ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د خیریه بنسټونو او د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له مسؤلینو سره د عدلیې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې چې له ګاونډویو هیوادونو څخه له راستنو شویو مهاجرینو سره د خیریه بنسټونو او د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو مسؤلینو د مرستو او همکاریو ترلاسه کولو او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ په منظور جوړه شوې وه، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې ویې ویل چې له پاکستان څخه ایستل شوي مهاجرین زموږ او تاسو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري او له هغوی سره مرسته زموږ ګډه وجیبه ده. نوموړي په دغه ولایت کې د خیریه بنسټونو او د معاملاتو د لارښوونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې په دغې برخه کې خپله اسلامي او ملي وجیبه ادا کړي.

د یاد ولایت د خیریه بنسټونو او د معاملاتو د لارښوونو د دفترونو مسؤلینو ژمنه وکړه چې مهاجرینو لپاره د کورونو د خرڅلاو، ګروۍ او کرايې لګښتونو په کمولو او هغوی لپاره د لازمو آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې به له خپلې وسې سره سم هڅې وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS