د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې نږدې د ۶۹ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Sat, Nov 04 2023 2:13 PM

د هیواد په ۸ ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په اوږدو کې کابو ۶۸ زره او ۹۱۴.۳۷۵ جریبه ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د یادې میاشتې په اوږدو کې کابو ۱۳۶ زره او ۶۵۸.۹۰۱ جریبه ځمکه، تثبیت کړې او کابو ۳۷۱ زره او ۱۴۷.۸۲۴ جریبه نوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده. د وروستۍ میاشتې په اوږدو کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په میدان وردک، زابل او کندهار ولایتونو کې موقعیت لري.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د زرګونو جریبو غصب شویو امارتي ځمکو دوسیې، د ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS