د جنوب ختیځ زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره د شپږ ورځني زده کړییز سیمینار پای

hayat_admin
Sun, Sep 24 2023 2:12 PM
.

زده کړییز شپږ ورځنی سیمینار چې د عدلي وزارت د بشري سرچینو د ریاست د ظرفیت لوړولو آمریت له لوري د جنوب ختیځ زون د ولایتونو عدلیې ریاستونو د امارت د قضایاو او د حقوقي مساعدتونو آمریتونو مسلکي غړو لپاره پکتیا ولایت کې جوړ شوی وو، د ربیع الاول د میاشتې په ۶ نېټې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسید.

په دغه سیمینار کې چې شپږو ورځو لپاره جوړ شوی وو، د خوست، غزني، پکتیکا او پکتیا ولایتونو د عدليې ریاستونو د امارت د قضایاو او حقوقي مساعدتونو آمریتونو ۲۷ تنو مسلکي غړو په کې برخه اخیستې وه او د ځمکو له غصب سره د مبارزې د حل لارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې، دعوا او د هغې ډولونو، اداري مراسلاتو او پلان جوړونې په تړاو لازمې زده کړې ترسره کړې.

برخه اخیستونکو د یاد سیمینار له ترسره کوونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکې کې هم د دغه راز برنامو د جوړیدلو غوښتونکي شول. دغه سیمینار په هغه کې د برخه اخیستونکو لپاره د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS