په کابل ښار کې د ۲۵ دارالوکالو بررسي او څارنه
د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د څارنې پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷ نېټې د چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې د مدافع وکیلانو او دارالوکالو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي او څارنه ترسره کړه.
د یادې بررسۍ په ترڅ کې د کابل ښار په دوه یمې ناحیې کې ۲۵ دارالوکالې بررسۍ او څارنې لاندې ونیول شوې او له دغې جملې څخه ۳ دارالوکالې په دغه دلیل چې د هغوی لوحې د هغوی د جوازلیکونو مطابق نه وې او یا هم غیرمسؤل کس په هغې کې فعالیت درلود، وتړل شوې او د ځواب وړاندې کولو په موخه د هغو متصدیان عدلیې وزار ته وغوښتل شول.
دغه راز یو شمېر دارالوکالو ته چې د هغوی د فعالیت ناحیه او یا هم د هغوی مهر د هغوی د جوازلیکونو مطابق نه وې، توصیه وشوه چې ژر تر ژره د یادو ستونزو لرې کولو له پاره عدلیې وزارت ته مراجعه وکړي.