د پروان ولایت د موټر پلورونکو ترمنځ د شخړې د حل په منظور یاد ولایت ته د عدليې وزارت د پلاوي سفر

hayat_admin
Thu, Sep 14 2023 11:09 AM
.

د عدليې وزارت د مقام د لارښوونې په اساس، د دغه وزارت د ټولنو او د ټولنیزو چارو د رئیس مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ یو پلاوی د پروان ولایت د موټر پلورونکو د اتحاديې د رئیس د ټاکلو په تړاو د یاد ولایت د موټر پلورونکو ترمنځ د شخړې د بررسۍ او حل په منظور، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۵ نېټې د دوشنبې په ورځ پروان ولایت ته روان شو.

یاد هیئت لومړی د پروان ولایت د عدلیې له رئیس مولوي عبدالقدیر او د یاد ریاست له کارمندانو سره وکتل او د موټر پلورونکو په دوسیې کې موجود سندونه او د یادې اتحادیې د نوماندانو سوابق بررسي کړل.

وروسته یاد هیئت د موټر پلورونکو ساحې ته ولاړ او له هر موټر پلورونکي سره یې په جلا جلا ډول وکتل او له هغوی څخه یې د استعلام په ذریعه معلومات وغوښتل.

دغه راز موظف پلاوي د یاد ولایت له والي، د امنیې له قوماندان او د استخباراتو له رئیس سره وکتل او د یادې موضوع د حل په منظور یې له هغوی سره مشوره وکړه.

د پروان ولایت والي او یادو مسؤلینو دغه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د یادې شوې شخړې د حل په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پایله کې، د عدلیې وزارت د مؤظف شوي پلاوي له بررسیو او د دواړو لورو او د پروان ولایت د موټر پلورونکو د اتحاديې د غړو له موافقې او مشورې  څخه وروسته د یاد شوي پلاوي تر څارنې لاندې د دغې اتحادیې رئیس، مرستیال، منشي او بنسټ اېښودونکي تعیین شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS