د کاپیسا ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
Thu, Sep 07 2023 12:03 PM
.

د کاپیسا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکر الله احمد او له هغه سره مل پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۹ نېټې د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې چې د یاد ولایت د استیناف محکمې په ریاست کې ترسره شوې وه، د ښاري ابتدائیې محکمې رئيس، د مدني دیوان رئیس، د عدلیې ریاست د امارت د قضایاوو آمر او د دغو دوو ادارو نورو مسؤلینو حضور درلود.

په دغې ناسته کې د عدلیې ریاست، محکمو او نورو اړوندو ادارو ترمنځ د هغمږۍ ناستو د جوړولو، د عامه حقوقو دوسیو ته د رسیدګۍ او هغوی ته د لومړیتوب ورکولو، دغو دوو ادارو ترمنځ د دوسیو په اړه د موجودو ننګوونو د حل او د اراضۍ ادارې د آمریت په واسطې د ځمکو د غصب اړوند د راپورونو د ترتیب د څرنګوالي او د نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS